د امريکا حکومت په دې وروستیو کې تش په نوم د ايندو پاسیفیک ستراتيژۍ راپور خپور کړی دی.
د امريکا ياده ستراتيژي د سړې جګړې او ډله ييز سیاست ښکارندويي کوي او هیڅ نوې مفکوره او ښه نیت پکې نه ليدل کيږي او دا پکې ثابته شوې، چې د امریکا ځیني سیاستوال د نړۍ د ګډوډۍ سبب ګرځېدلي دي.
په ياد راپور کې د چين په اړه ډېرې خبرې شوي، د تایوان مسله یې بې ځایه پکې رانغاړلې او د جنوبي سمندر د مسئلې په اړه پکې چین ته سپکاوی شوی دی.
د امريکا اصلي موخه دا ده، چې د چين د پرمختګ مخه ونيسي او خپله باداري وساتي.