د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون
بين د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين د اوکراين
وضعيت له نږدې څاري او په دغه هيواد کې د چين لوی سفارت په عادي ډول خپلې چارې تر
سره کوي.
چين د اوکراين په اړه څرګند دريځ غوره کړی او وايي، چې د دغې مسئلې د حل لپاره بايد ((د مينسک سولې نوي تړون )) پر بنسټ د حل لاره پيدا شي. (شکريه)