د نړۍ ګڼو هيوادونو د افغانانو د شتمنۍ لوټل وغندل
CMG2022/02/15 12:30:30
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه یو اجرايوي فرمان لاسليک کړ، چې له مخې به يې په دغه هېواد کې د افغانستان د مرکزي بانک(د افغانستان بانک) د کنګل شوې شتمنۍ نیمه برخه یعنې ۳.۵ میلیارډه ډالره د سپتمبر د ۱۱مې پېښې قربانیانو ته د غرامت کولو لپاره وکارول شي.

د افغانستان په شمول یو شمېر هېوادونو د امریکې دغه کړنه غندلې او ويلي يې دي، چې امریکا په غیر قانوني توګه د افغانانو شتمني لوټ کوي، دا د دغه هيواد د زورواکۍ عمل دی او د افغانستان اقتصاد او د خلکو ژوند ته به ډېر زیانونه ورسوي. د نړۍ ګڼو هيوادونو له امريکې غوښتي، چې د افغانستان شتمني ازاده او بېرته يې افغانانو ته وسپاري.

د افغانستان د لنډمهاله حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه د سين هوا اژانس له خبریال سره په مرکه کې د امريکا حکومت ياده پرېکړه بې دقته او بې عادلانه بللې ده. نوموړي ويلي، چې افغانستان اوس له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی، خو امریکا د نړۍ د تر ټولو شتمن هېواد په توګه د تر ټولو بېوزله هېواد شتمني غلا کوي او په دغې کړنې خپل اخلاق ښکاره کوي.

نوموړي ويلي، چې افغانان د سپټمبر د ۱۱مې نېټې په پېښه کې لاس نه لري، د افغانانو شتمني د يادې ترهګريزې پېښې قربانیانو ته په غرامت کې ورکول، بیخي بې ځایه عمل دي. امریکې په افغانستان کې ۲۰ کاله جګړه وکړه او افغانان يې ډېر وکړول او تاوانونه يې ورته ورسول، خو افغانانو ته به څوک د زيانونو جبران ورکړي؟

  د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه وویل، په بهر کې د افغانانو شتمني هم په افغانانو پورې اړه لري او بايد بېرته افغانانو ته وسپارل شي او د افغانانو د ښه ژوند لپاره بايد وکارول شي.

د امریکا ولسمشر غواړي، چې د اجرايوي فرمان د لاسليک له لارې د افغانانو شتمني لوټ کړي، خو پر نړيوالو قوانينو يې سترګې پټې کړي او له يادې کړنې يې د زورواکۍ رښتينې څېره ښکاري.

وانګ ون بین وویل، چې امریکا د افغانستان د اوسني بحران سرچېنه ده، چين له امریکا څخه غواړي، چې خپله نړیواله دنده پر غاړه واخلي او ژر تر ژره دې د افغانانو کنګل شوې شتمني بېرته افغانانو ته وسپاري، بلکې د زيانونو د رسولو په بدل کې دې دوی ته غرامت ورکړي او اغېزمن تدبیرونه دې ونیسي او افغانان دې نور نه رنځوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعيد خطیب زاده د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه په تهران کې یوې خبري ناستې ته ويلي، چې امریکا د افغانانو شتمني لوټ کوي او دا يې ډېره بې شرمه کړنه بللې ده. نوموړي زياته کړې، چې امریکا پر افغانستان تېری کړی، افغانانو ته يې ډېر سخت زیانونه رسولي او اوس د افغانانو شتمني هم غلا کوي او دا کړنه يې بيخي د منلو وړ نه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره پر دې ټينګار کړی، چې د افغانستان د مرکزي بانک(د افغانستان بانک) کنګل شوې شتمني د افغانانو ده او د دوی لخوا بايد وکارول شي.  اعلاميه وايي، چې افغانان اوس په سخت اقتصادي او بشري بحران کې راګیر دي او نړیواله ټولنه بايد له افغانانو سره د مرستې لپاره چټک او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

د روسيې سپوتنیک اژانس د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه د امریکا د ایلینوي پوهنتون د نړیوالو قوانینو پروفيسور بوير په قول خبر ورکړی، چې د بايډن حکومت غواړي د بشري مرستې په پلمه عامه افکار خپل کړي، خو په حقیقت کې يې د افغانانو ضد اقتصادي جنګ راپورته کړی دی. نوموړي ويلي، چې د بايډن حکومت د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنۍ د ویشلو کړنه بيخي د غلامۍ عمل بلل کيږي او هېڅوک د افغانانو د شتمنۍ د کارولو حق نه لري.