د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د فبرورۍ په دیارلسمه نېټه د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د اوکراین د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي. دواړو خواوو د سیاسي او دیپلوماتیکو هڅو له لارې د سوله ييز بهیر له پرمخبیولو ملاتړ څرګند کړی دی.
زیلینسکي ويلي، چې اوکراین اوسني حالات او خطرونه درک کړي او له هر ډول حالاتو سره د مقابلې لپاره یې چمتوالی ښودلی او ويلي يې دي، چې په دغه هېواد کې به د هر ډول تاوتریخوالی مخه ونیسي.
سپينې ماڼۍ په همدې ورځ يوه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې امريکا د اوکراين له ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه ټينګ ملاتړ څرګند کړی دی. يادې اعلامیې ويلي، چې د امريکا او اوکراين مشرانو موافقه کړې، چې له ډیپلوماتیکو لارو چارو به د روسیې او اوکراین پر پوله د روسیې د پوځي شتون مخنیوی وکړي.