د چين د بهرنيو چارو وزارت: امريکا د افغانانو له اجازې پرته د دوی شتمني ونيسي او لوټماري يې پيل کړی
CMG2022/02/15 17:17:40
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې امريکا د افغانانو له اجازې پرته د دوی شتمني ويشې او دا د لوټمارۍ کړنه ګڼل کيږي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن يو فارمان لاسليک کړی او د افغانستان کنګل شوي ۷ميليارډه ډالره يې په دوو برخو ويشلي دي، چې د ده دا کړنه د زياتو خواوو د مخالفا سبب ګرځېدلې ده. وانګ ون بين په دې هکله ویلي، چې د امريکا دغه کړنه يو ځل بيا د دې څرګندويي کوي، چې د امريکا په خوله کې د اصولو پر بنسټ نظام د کمزورو کسانو او عدلت د ساتلو لپاره نه، بلکې د بادارۍ او تسلط غوښتنې په محنا دی.

 امريکا د افغانستان د بحران د راپارونکي په توګه بايد افغانانو ته نورې ستونزې جوړې نه کړي او بايد ژر تر ژره د افغانستان د شتمنۍ د ويشلو پريکړه لغوه کړي، پر افغانستان يو اړخيز بنديزونه پای ته ورسوي او د افغانستان د بشري بحران د حلولو لپاره خپلې دندې پر غاړه واخلي.