د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسې د کارپوهانو ډلې د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د جاپان د فوکوشما په لومړي ذروي برېښناکوټ کې د ذخيره شوو ککړو اوبو د ايستلو له تاسيساتو څخه ليدنه پيل کړه. دوی به په دغو ککړو اوبو کې د راډيو اکتيف موادو اندازه معاينه وکړي.
ټاکل شوی چې ياده ډله به د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه د اړوندو مسئلو په هکله د توکيو د بريښنا له شرکت سره هم د نظريو تبادله وکړي.