د شو ګانګ د سکي لوی سټېج د بهرنيو لوبغاړو پاملرنه راجلب کړې
CMG2022/02/15 17:28:33
شريکول:

چيني لوبغاړې ګو ای لينګ د فبرورۍ په ۸ مه نېټه د بېجينګ د شو ګانګ پر لوی سټيج د ازادې سکي د ټوپ وهنې په ښځينه پايلوبه کې د سرو زرو مډال وګاټه او په خپلو وروستيو حرکتونو کې يې تر ټولو سخت حرکتونه ترسره کړل او ځان ته يې د لوبغاړو او د بهرنيو رسنيو پاملرنه راجلب کړه.

 سي اين اين(CNN) د يو راپور په خپرولو سره ويلي، چې د اولمپيک لوبغاړو به پخوا پر واورو پوښل شويو غرونو ژمنۍ لوبې ترسره کولې، خو چين اوس په ښاري چاپېريال کې دننه د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د شو ګانګ د سکي د ټوپ وهنې لوی سټيج جوړ کړی او د خلکو پاملرنه يې جلب کړې ده.

د بېجينګ د سکي د ټوپ وهنې لوی سټېج د شوګانګ په نوم ياديږي او دا د يوې فابریکې نوم پسې تړاو لري.

 بېجينګ د ۲۰۰۸ م کال د اولمپيک لوبو نه مخکې د هوا د ککړتيا د مخنيوي په پار ياده فابريکه بل ځای ته ولیږدوله. د بريتانيا يوه ساختماني شرکت د شو ګانګ د فابريکې ودانۍ رغولي دي او اوس دغه فابريکه يو مشهور سیلنيز او کلتوري مرکز ګرځيدلی دی.

کله چې لوبغاړي د شو ګانګ د سکي د ټوپ وهنې پر لوی سټيج حرکتونه ترسره کوي، نو د فابريکې لوی دود کشونه يې تر سترګو کیږي او ښکلې منظرې ننداره کوي.

په دغه راپور کې د شو ګانګ تاريخ ته هم کتنه شوې او پکې ويل شوي، چې د شو ګانګ فابريکه په ۱۹۱۹م کال کې جوړه شوې او اوس بل ځای ته ليږدول شوې ده. په شو ګانګ کې په ۲۰۱۳م کال کې د موسيقۍ فيسټيوال هم تر سره شو.

د بېجينګ د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې ډېرو بهرنيو لوبغاړو د شو ګانګ د سکي د ټوپ وهنې له لوی سټيج سره مينه ښودلې ده او ستایلی یې دی.

نارويژي لوبغاړي برک روډ په ۲۰۱۹م کال کې پر دغه لوی سټيج د ازادې سکي د ټوپ وهنې په پايلوبه کې د سرو زرو ميډال ګټلی دی. هغه وايي، چې دغه سټيج د ۲۰۱۹م کال په پرتله ډېر بشپړ شوی او د لوبې د پېل ډګر او د واورې کيفيت يې هم ډېر ښه دی.

سويډني لوبغاړي هنريک هالوټ د شو ګانګ د سکي د ټوپ وهنې لوی سټيج يو عالي ډګر بللی دی او ويلي يې دي، چې دغه سټيج ډېر لوی او عالي دی او شاوخوا ترې ډېرې ښکلې منظرې ښکاري.

امريکايي لوبغاړي اليکسندرهال ويلي، چې د دغه سټيج شاوخوا ته ځيني غرونه، ښاري منظرې او فابريکه لېدل کېږي او سټيج ته نږدې د فابریکې دودکشونه هم ډېر په زړه پورې دي.

يوه بل امريکايي لوبغاړي نيک ګوپر ويلي، چې کله هم پر دغه سټيج د لوبو حرکتونه ترسره کوي، نو داسې احساس کوي، چې ګواکې په خيالي او مجازي نړۍ کې ګرځي.

د چين لوبغاړې ګو ای لينګ به د فبرورۍ په ۱۵ مه نېټه د شو ګانګ د سکي پر لوی سټيج د ښځو د ازادې سکي د سلوپسټېل(slopestyle) په پايلوبه کې ګډون وکړي. نوموړې هيله ښودلې، چې په دغې لوبې کې د سرو زرو ميډال ترلاسه کړي.