د ملګرو ملتونو سرمنشي په ډيپلوماتيکو لارو د روسيې او اوکراين تر منځ د پېچليو حالاتو د حل غوښتنه کړې
CMG2022/02/15 11:00:00
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريس د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې په ډيپلوماتيکو لارو چارو د روسيې او اوکراين تر منځ د پېچلو حالاتو د حل لپاره ګامونه پورته کړي.

ګوټريس په همدې ورځ په يوې بيانيې کې د روسيې او اوکراين تر منځ د پېچليو حالاتو او پوځي کشالې د شونتيا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې پوځي کشاله به د خلکو ژوند، شتمني او د اروپا او نړۍ حالات بدل او لوی ناورين به راپورته کړي.
نوموړي ويلي، چې د يادې ستونزې د حل او د اوسنيو حالاتو د ښه والي لپاره بايد ډپلوماتيکې لارې چارې وکارول شي او ټولې هغه ستونزې چې د سختو ستونزو سبب ګرځي، بايد په ډيپلوماتيک چوکاټ کې حل شي. (شکريه)