د سينهوا اژانس د خبر له مخې،
د ايران بهرنيو چارو وزير حسين اميرعبداللهيان د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د ايرلنډ له
خارجه وزير سيمون کوويني سره له ليدنې وروسته په يوې ګډې مطبوعاتي غونډې کې وويل،
که د امريکا په ګډون لوېديځ هېوادونه صداقت او اراده وښيي او د اتومي تړون ژمنې
پوره کړي، نو لرې نه ده، چې ټولې خواوې به د دې تړون د پلې کېدو په اړه يوې هوکړې
ته ورسېږي.
نوموړي وويل، چې ايران د اتومي تړون د موافقه ليک ژر لاسليک ته هيله
من دی او غواړي په يوه عادلانه چوکاټ کې خپلې ګټې خوندي کړي او يادې ستونزې ته د
پای ټکی کيږي. (شکريه)