د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون
بين د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا د چين د
ګواښ په پلمه د ایندو پاسیفيک ستراتيژي پلي کوي او ښه نيت نه لري.
د مالوماتو له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ
په دې وروستيو کې د ایندو پاسیفيک ستراتيژي خپره کړې او چين يې پکې يو ګواښ او
تهديد بللی دی او ګڼ موضوعات يې پکې خپاره کړي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت
وياند وانګ ون بين په دې اړه وويل، چې امريکا د سيمې د ازادۍ، خلاصون، امنيت او
سمسورتيا د هڅولو په پلمه د ذروي وسلو د خپرېدو تهديد جوړ کړی، د سيمه ييزو
هېوادونو تر منځ يې اختلافات راپورته کړي او د آسيان سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ يې
ويجاړې کړې دي.
نوموړي د امريکا دغه کړنې سيمه ييزې همکارۍ او انکشاف ته سخت
تهديد بللی او ويلي يې دي، چې د امريکا د ایندو پاسیفيک ستراتيژي د سړې جګړې د پېل
مفکوره راپورته کړې او د ارام سمندر د سيمې او اسيا د پاشل کېدو سبب به
وګرځي.
وانګ ون بين پر سيمه ييزو هېوادونو هم غږ وکړ، چې د امريکا د يادې
ستراتېژۍ خطرونه تر نظر لاندې ونيسي.
(شکريه)