د اوو هېوادونو ډله د ماليې وزيرانو په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دوی به پر روسيې اقتصادي او پولي بنديزونه ولګوي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه مطبوعاتي غونډه کې له ټولو خواوو وغوښتل، چې وضعيت نور کړکېچن نه کړي.
نوموړي وويل، چې چين له هرې هغې کړنې سره کلک مخالفت کوي، چې د نړيوالو اړيکو د اسانه حل پر وړاندې يواړخيز بنديزونه لګوي. په اوسني حالت کې يواړخيز بنديزونه مخالفتونه راپورته کوي او ښايي نړۍ سره وپاشي. چين له بېلابېلو خواوو څخه غوښتنه کړې، چې د ډيالوګ او مذاکراتو له لارې د اوکراين بحران او اړوندې مسئلې حل کړي او وضعيت نور کړکېچن نه کړي.