د سين هوا اژانس د خبر له مخې، زرګونو افغانانو د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه په کابل کې د امريکا ضد لاریون ترسره کړی او د دغه هيواد لخوا د افغانانو د شتمنۍ له لوټلو او ویشلو سره یې ټينګ مخالفت څرګند کړی دی. دوی د امریکا دغه کړنه غندلې او د غلامۍ نښه يې بللې ده.
د لاريون سمالوونکي او د افغانستان د صرافانو ټولنې مشر حاجي مير افغان صافي خبري رسنيو ته ويلي، چې د افغانستان په ټولو لویو ښارونو کې خلکو لاريونونه ترسره کړي او د امريکا ياده کړنه يې غندلې ده.
لاریونوالو ويل، چې امریکې د افغانستان اقتصاد ځپلی دی او د دغه هيواد پر ضد یې شعارونه ورکول او د خپلې شتمنۍ د خوشې کېدو غوښتنه يې ترې کوله.
(هيله)