د خليج همکارۍ سازمان: نړيوال بايد د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي
CMG2022/02/16 15:26:24
شريکول:

د خليج همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو استازو د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د لنډمهالي حکومت له استازو سره وکتل او ويلي يې دي، چې نړيوال باید د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو بشپړتيا ته پوره درناوی وکړي.

د خليج همکارۍ سازمان استازو د افغانستان ملي روغه جوړه او د دې هېواد د مسئلې سیاسي حل ډېر مهم بللی دی او ويلي يې دي، چې د افغانستان د لنډمهالي حکومت پلان بايد د ټولو افغانانو هيلې څرګندې کړي او ګټې يې په نظر کې ونيسي او د ښځو د کار او تعليم د حقونو په شمول اساسي حقونو ته يې بايد درناوی وکړي.

په ياده ليدنه کې ويل شوي، چې نړيواله ټولنه بايد افغانستان ته بېړنۍ‌ بشري مرستې برابرې کړي او افغانانو ته دې د بشري مرستو د رسولو لپاره امنيتي تضمين برابر کړي. ګډونوالو د افغانستان د عامو خلکو او ملکي‌ تاسيساتو پر وړاندې د ترهګريز بریدونو غندنه کړې، د افغانستان له لنډمهالي حکومت څخه يې وغوښتي چې ترهګريز سازمانونو ته اجازه ورنه کړي، چې د هېواد خاوره يې د بل چا په ضد وکاروي او هم د نشه يي توکو مخه دې ونيسي. 

په ياده لیدنه کې دا هم راغلي، چې د خليج همکارۍ سازمان به له افغانستان سره يو ځای د امنيت او ثبات لپاره هلې ځلې وکړي.