روسیه به له لوېديځو هېوادونو سره په ډیپلوماتیکې لارې د امنیت د تضمین په اړه خبرې اترې وکړي
CMG2022/02/16 11:54:14
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتين د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه وویل، چې روسیه به له لوېديځو هېوادونو سره په ډیپلوماتیکو لارو چارو د امنیت د تضمین په اړه خبرې اترې وکړي. 

کریملین ماڼۍ پر خپلې ویبپاڼې خبر ورکړی، چې ولاديمير پوتین په همدې ورځ په مسکو کې د جرمني له صدراعظم اولف شولز سره ملاقات کړی او د دوه اړخیزو اړیکو او مهمو نړیوالو موضوعاتو په اړه يې ورسره بحثونه کړي دي. دواړو مشرانو د اوکراین د وضعیت او روسيې ته د  دايمي امنیت د تضمین برابرولو په تړاو هم خبرې کړې دي. 
پوتين له اولف شولز سره تر لېدنې وروسته په يوې ګډې خبري ناستې کې ويلي، چې روسیه جګړه نه غواړي او د اړوندو ستونزو د لرې کولو په موخه به له لوېديځو هېوادونو سره په ډيپلوماتیکې لارې خبرې اترې وکړي. نوموړي ويلي، چې ناټو دې د ختيځ په لور تګ ودروي او د روسيې سرحد ته په نږدیو سيمو کې بايد وسلې ځای پر ځای نه کړي او په اروپا کې د ناټو د پوځي تاسیساتو پيمانه بايد د روسيې او ناټو د ۱۹۹۷م کال د بنسټيزو اړیکو د سند پر بنياد اصلي حالت کې وساتل شي.  (هيله)