د پوليتزير جايزې(The Pulitzer Prizes) ګټوونکي کريس هکيس د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د (( راسيه ټوډی )) (Russian Today)په ويبسايټ کې يوه ليکنه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې امريکا هميشه په نړۍ کې د جګړو د رامنځته کولو له لارې خپل کورنی سياسي مخالفت حل کړی دی.
نوموړي ويلي، چې د امريکا حکومت اوس له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی. انفلاسيون يې ډېر لوړ شوی، د خلکو لپاره يې کړې ژمنې نه دي پوره کړې او په هېواد کې يې کرونا وبا په چټکۍ خپرېږي. امريکا د يادو ستونزو د حل لپاره د جګړو له لارې د امريکايانو پاملرنه بل لوري ته اړوي. د نوموړي په اند، امريکا په تېرو څو کلونو کې د ديموکراسۍ، ازادۍ او بشري حقونو په پلمه په نړۍ کې جګړې رامنځته کړي او اخري پايله به يې دا وي، چې امريکا به خپل ځان وخوري.