په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۱۲ میلیونو، ۳۵۱ زرو او ۲۷۹ ته رسېدلی دی
CMG2022/02/16 11:48:06
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښین تر ۵ بجو او ۵۰ دقیقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۱ میلیون، ۴۶۹ زره او ۳۲۶ نوې پېښې زیاتې شوي او عمومي شمېر يې ۴۱۲ میلیونو، ۳۵۱ زرو او ۲۷۹ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۷۳۵۱ تنه مړه شوي او د مړینې عمومي شمېر يې ۵ میلیونو، ۸۲۱ زرو او ۴ ته رسېدلی دی. (هیله)