لاوروف: د امنیتي تضمین په اړه خبرې اترې باید دوام ومومي
CMG2022/02/16 11:49:36
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سیرګې لاوروف د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه له خپل امريکايي سيال انټوني بلینکن سره ټليفوني خبرې کړي او په خپلو خبرو کې يې پر دې ټينګار کړی، چې د امنيتي ضمانت په اړه باید خبرو اترو ته دوام ورکړل شي. 

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت د ویبپاڼې د خبر له مخې، لاوروف په ټلیفوني خبرو کې ويلي، چې د امريکا او د ملګرو لمسوونکې خبرې يې د منلو وړ نه دي. هغه پر دې ټينګار کړی، چې د امنیت د ضمانت په برخه کې بايد په ګډه کوښښونه ترسره شي او امريکا او ناټو باید د امنيتي تضمین په اړه د روسيې لخوا د وړاندې شویو موضوعاتو د ليرې کولو لپاره اغېزمنه رویه غوره کړي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې بلینکن په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې روسیه باید له اوکراین سره په سرحدي سیمو کې د ترينګلتیا د ارامولو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونیسي. امریکا به په ډيپلوماتیکې لارې چارې د اوکراین بحران د ليرې کولو لپاره په دوامداره توګه هڅې وکړي. (هيله)