د امريکا د ايندو- پاسيفيک ستراتيژۍ تر شا د نړيوالې ناارامۍ بد نيت ښکاري
CMG2022/02/16 15:17:59
شريکول:

د امريکا حکومت په دې وروستيو کې تش په نوم د ايندو- پاسيفيک ستراتيژۍ راپور خپور کړی، چين يې يو ځل بيا پکې ګواښ بللی او پروپاګند او  تبليغات يې پېل کړي دي.

امريکا د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره له خپلو ملګرو هيوادونو سره د ټينګ او متحد اتحاد د جوړولو په  هڅه کې ده او له دې لارې غواړي، چې  خپله باداري وساتي او پر اسيا او ارام سمندر سيمې، حتی ګردې نړۍ کې خپلې اغېزې بيا راپورته کړي.

د امريکا ايندو ــ پاسيفيک ستراتيژي د سړې جګړې او ډله ييز سياست (bloc politics) له مفکورې څخه ډکه ده او د ځينو امريکايي سياستوالو هغه بد نيت پکې په ډاګه شوی، چې غواړي، نړۍ کې ګډوډي او ناارامي راپورته کړي.

د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون  په لومړي ځل د ۲۰۱۹م کال په جون کې تش په نوم ايندو- پاسيفيک ستراتيژي خپره کړه. د جو بايډن حکومت له لوړې وروسته، د امريکا د نړيوالې ستراتيژۍ مرکز خپل پام د اسيا او ارام سمندر سيمې ته اړولی دی. امريکا په ارام سمندر سيمې کې د زور له لارې د مخنيوي پلان (Pacific Deterrence Initiative) تطبيق کوي، له جاپان، هند او استراليا سره يې د څلورو هېوادونو ميکانيزم پياوړی کړی، له بريتانيا او استراليا سره يې د درې اړخيز خونديتوب اړيکې ټينګې کړي، د امريکا د ۲۰۲۲م کال د سياليو قانوني لايحه يې تصويب کړې او د تش په نوم ايندو – پاسيفيک ستراتيژۍ نوې بڼه يې خپره کړې ده. د امريکا يادې کړنې ښيي، چې دغه هيواد د چين پر ضد د ډلې يا کړۍ د جوړولو په هڅه کې دی.

د پاملرنې وړ ټکی دا دی، چې د نوموړي راپور د خپرېدو په عين وخت کې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په اسيا او ارام سمندر سيمې کې په خپلو ډيپلوماتيکو فعاليتونو بوخت و، چې موخه يې د دغه راپور له موضوعاتو سره سمون لري.

زياتو څېړوونکو ويلي، چې که څه هم امريکا اوس د اوکراين مسئلې په اړه فعاله ده، خو اصلي توجه يې د اسيا او ارام سمندر سيمې پر چارو ورټوله کړې ده.

امريکا د ايندو- پاسیفیک ستراتيژۍ په راپور کې په څرګندو ټکو د چين په تړاو موضوعات مطرح کړي، د تايوان مسئلې په اړه يې بې بنسټه خبرې کړي او د جنوبي سمندرګي په چارو کې يې پر چين بې ځايه تورونه لګولي دي.

د امريکا يوه لوړ پوړي چارواکي له خبريالانو سره په مرکې کې ويلي، چې (( که څه هم دغه راپور د چين په اړه زموږ ستراتيژي نه ده، خو د دغه راپور له مخې دا څرګنده ده، چې  چين د دې سيمې ننګونکی دی. )). د نوموړي له خبرو څخه ښکاري، چې د چين د پرمختګ مخنيوی او د امرپکا د بادارۍ ساتنه د تش په نوم ايندو – پاسيفيک ستراتيژۍ وروستۍ موخه ده.

د ايندو – پاسيفيک ستراتيژۍ په پلانونو کې د امريکا اندېښنه او نيمګړتيا په ډاګه شوې ده. د بېلګې په توګه، ښاغلي بلينکن په دې وروستيو کې له فيجي څخه ليدنه وکړه، چې دا له تېرو ۳۷ کلونو راهيسې فيجي ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير لومړی سفر و. امريکا د يادې ستراتيژۍ د خپرېدو په ورته وخت کې څنګه فيجي ياده کړه؟ ځکه امريکا د چين د پرمختګ د مخنيوي په برخه کې هيڅ بله کومه لار نه لري.

ايا د امريکا ايندو – پاسيفيک ستراتيژي به عملي شي؟

دغه مسئله د امريکا په نظريو او کړنو پورې اړه نه، بلکې د نړیوالو اړیکو په واقعیتونو پورې اړه لري.

د اسيا او ارام سمندر سيمې زياترو هېوادونو پر خپلواکو ډيپلوماتيکو تګلارو ټينګار کړی او د واقعيتونو پر وړاندې يې دا درک کړې، چې څوک رياکارانه او څوک صادقانه چارې ترسره کوي.

د امريکا د ايندو- پاسيفيک ستراتيژۍ په راپور کې ويل شوي، چې دغه هېواد به د ارام سمندر په ټاپو کې خپلې ډيپلوماتيکې چارې پراخې کړي، خو کله چې د روان کال په جنورۍ کې د تونګا اورغورځوونکي غره اور وشينده او ځايي خلکو ته يې سخت زيانونه واړول، نو له چين څخه يې لومړي مرستندويه توکي تر لاسه کړل.

د تونګا پاچا شپږم توپو وويل، چې د چين حکومت تر نورو هېوادونو مخکې ناورين ځپلي تونګا ته د مرستې لاس ورکړ او دغې مرستې يې د تونګا پر حکومت او خلکو ډېر اغېز کړی دی. د تونګا ځايي خلکو د چين سفارت ته تللي او ويلي يې دي، چې چين د دغه هېواد رښتينی ملګری دی.

بر سپر پر دې، چين د کرونا وبا ضد واکسين د مرستو او د اقتصادي احيا په شمول د خپلو رښتينو عملونو له لارې دا څرګنده کړې، چې دغه هېواد تل د اسيا او ارام سمندر سيمې ملګری پاتی شوی دی.

د رسيپ تړون يعنې د سيمې د هراړخيزې اقتصادي ملګرتيا تړون له رسمي تطبيق سره د اسيا او ارام سمندر سيمې فرصتونه مخ پر زياتېدو دي، هيڅ هېواد نه غواړي، چې د خپلو ګټو په بيه له امريکا سره د چين په مقابل کې ودريږي.

د وخت په تېرېدو سره به دغه حقيقت څرګند شي او ځانغوښتنونکې او تړلې ستراتيژي به هرومرو ناکاميږي او د اسيا او ارام سمندر سيمې زياتره هېوادونه به د دې سيمې د راتلونکي پريکړه کوونکي وي.