ايران: د امريکا پارلمان دې د ايران د اټومي تړون په اړه د خپلې ژمنې سياسي اعلاميه خپره کړي
CMG2022/02/17 10:51:09
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين اميرعبداللهيان په دې وروستيو کې ويلي، چې ايران له اړوندو خواوو ژمنه غواړي، چې په راتلونکي کې به د ايران اټومي تړون نه ماتوي او پر خپلو ژمنو به وفا کوي، خو امريکا تر اوسه ژمنه نه ده کړې، نو څکه يې د دې هېواد پارلمان ته وړانديز کړی، چې د سياسي اعلاميې په خپرولو سره د دغه تړون د بيا عملي کولو ژمنه اعلان کړي.

نوموړي زياته کړې، چې ايران د اتريش په پلازمينې ويانا کې د ايران ذروي تړون د بيا عملي کولو د خبرو اترو په اړه خوشبينه رويه لري.