شي جين پينګ د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره تلېفوني خبرې وکړې
CMG2022/02/17 14:15:28
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره تلېفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خبرو کې ويلي، چې چين هيله ښودلې، چې چين او فرانسه د چين او اروپا د مشرانو ترمنځ د ملاقات لپاره ښه زمينه برابره کړي، د تکنالوژۍ، اقتصاد، سوداګرۍ، زرغون پرمختګ، ډيجټلي چارو او کلتور په برخو کې د خپلمنځي عالي رتبه خبرو اترو نوی پړاو په ښه توګه تر سره کړي او د چين او اروپا ترمنځ د پانګونې تړون د تصويب او نافذ کېدو بهير چټک کړي او د دواړو خواوو خلکو ته رښتيني ګټې ورسوي.

ماکرون په خبرو کې ويلي، چې فرانسه د اروپايي ټولنې د روان کال نوبتي رئيسه هېواد دی او غواړي، چې د دغې ټولنې او چين ترمنځ ګټورو اجنډاوو ته پرمختګ ورکړي او له چين سره د دواړو خواوو د مشرانو ترمنځ د بريالي ملاقات او د اروپا او چين ترمنځ د اړيکو د لا پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي. نوموړي هيله ښودلې، چې د اروپا او چين ترمنځ د پانګونې تړون به تصويب او نافذ شي.

ماکرون له شي جين پينګ سره په تلېفوني خبرو کې د اوکراين حالاتو په اړه هم خپلې نظريې وړاندې کړي.

شي جين پينګ ويلي، چې اړوندې خواوې بايد د سياسي حل پر لوري ټينګار وکړي او د نورماندي ميکانيزم په شمول له څواړخيزو ميکانيزمونو څخه دې ښه استفاده وکړي او د خبرو اترو له لارې دې د اوکراين مسئله حل کړي.