چین د بهرنیو پانګونو لپاره لوی بازار لري
CMG2022/02/17 15:36:56
شريکول:

د چین سوداګرۍ وزارت څو ورځې مخکې یوه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې چین په تېرې جنورۍ کې له بانکي چارو، اسهامو او بیمو پرته، ۱۰۲ میلیارډه او ۲۸۰ میلیونه یوانه چې کابو ۱۵ میلیارډه او ۸۴۰ میلیونه امريکايي ډالره کيږي، بهرنۍ پانګونه راجلب کړې ده او دا د تېر کال د همدې مودې په نسبت 17.6 سلنه زیاتوالی ښيي.

په چين کې د نوي کال په پېل کې د بهرنۍ پانګونې دغه شمېر نه یوازې د دغه هيواد لپاره د اقتصاد او سوداګرۍ لویه لاسته راوړنه ده، بلکې نړۍ ته يې هم دا مهمه نښه ورکړې، چې بهرني پانګوال لا هم پر چیني بازار پوره باور لري او چین د بهرنیو پانګو لپاره خوندي او ډاډمن ځای دی.

بهرنیو پانګوالو ځکه په چین کې ډېرې پانګونې کړي، چې د دغه هيواد بازار له حیاتي او پټ ځواک څخه ډک دی او دوی ته يې زیاتې ګټې رسولې دي.

د شانګهای ښاروالۍ د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه د ۲۰۲۲م کال لپاره د بهرنیو پانګو د پروژو د لاسلیک لومړي مراسم تر سره کړل، چې پکې ۵۳ پروژې چې په بیلوژيکي درملو، ايلیکټرونیکي مالوماتو، موټري چارو او فیشن پورې يې تړاو درلود لاسليک شوې او عمومي ارزښت يې ۵ میلیارډه او ۴۴۰ ملیونه امريکايي ډالره ښودل شوی دی.

 په دې جمله کې د هغو پروژو شمېر ۲۱ ښودل شوی، چې د پانګونې ارزښت يې له سلو میلیونو ډالرو څخه زيات دی.

په داسې حال کې، چې کرونا وبا پر نړیوال اقتصاد ډېرې منفي اغېزې کړي او په ګردې نړۍ کې مستقيمې پانګونې تر ډېرې اندازې پورې کمې شوي، چین لا هم ډېرې بهرنې پانګې راجلب کړې دي او له دې څخه ښکاري، چې چین د کرونا وبا ضد مبارزه کې د ليدو وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي او د چین لوی بازار ډېر جلبونکی دی.

د چین د تېر کال جي ډي پي یعنې د کورنیو تولیداتو عمومي ارزښت د وړم کال په پرتله 8.1 سلنه زیاتوالی ښيي او د نړۍ په لويو اقتصادونو کې يې مخکښ ځای نيولی دی. د چين د مصرفي توکو د پرچون عمومي ارزښت له ۴۰ زرو میلیارډو یوانو څخه اوښتی، چې دا د وړم کال په نسبت 12.5 سلنه زیاتوالی ښيي او د غیرمنقوله شتمنیو په برخه کې د بهرنیو پانګونو پيمانه يې له ۵۰ زرو میلیارډو یوانو هم زیاته وه، چې دا د وړم کال په نسبت 4.9 سلنه زیاتوالی ښيي.

د چین د اقتصاد په زیاتوالي کې کورنيو اړتیاوو 79.1 سلنه خدمات تر سره کړي، چې دا د چین د اقتصادي پرمختګ لوی هڅوونکی ځواک بلل کېږي.

د چین بازار له حیاتي او پټ ځواک مالامال او د بهرنیو پانګوالو لپاره ډېر د باور وړ دی. ډېرو نویو تصدیو، چې تازه يې په چین کې پانګونې کړي، هیله ښودلې، چې د چین په لوي بازار کې د خپلو چارو ښه بنسټ برابر کړي، هغه تصدۍ چې له اوږدې مودې راهیسې يې په چين کې پانګونې کړي، هیله لري چې لا زياتې ګټې تر لاسه کړي.

د چین حکومت د زیاتو بهرنیو پانګو د جلبولو لپاره یو لړ اغېزمن تدبیرونه نيولي دي. د بېلګې په توګه، چین د پرانيستې او ورخلاصون د لا پراخېدو او د سوداګريزې زمینې د لا ښه والي لپاره ډېر ګامونه پورته کړي او بهرنیو تصدیو ته يې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د سږ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د سيمې د هراړخیزو اقتصادي همکاريو تړون (RCEP)په رسمي توګه نافذ شوی او باور دا دی، چې په دې سره به په دې سیمه کې اقتصادي همکارۍ لا ژورې او په چین کې د بهرنیو پانګونو فرصتونه به لا زیات شي او د نړیوال اقتصاد د احیا لپاره به ښه رول ولوبوي.

چین به په راتلونکي کې د خپل اقتصاد د پرمختګ په عین وخت کې نړیوال اقتصاد ته هم زیات ګټور فرصتونه برابر کړي او زیاتو بهرنيو تصديو ته به په هيواد دننه د پانګونې ګټور فرصتونه پيدا کړي.