توماس باخ د سي اېم جي رئيس ته میډال ورکړ
CMG2022/02/17 15:40:12
شريکول:

د اولمپیک نړيوالې کمېټې رئیس توماس باخ د فبرورۍ په ۱۵ مه نېټه د اولمپيک لوبو د خپرولو په پار د چين د دولتي رسنۍ (سي اېم جي) رئيس شن های شيونګ ته میډال ورکړ.
سي اېم جي د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د اولمپيک ژمنیو لوبو د خپرولو په برخه کې نوی ريکارډ جوړ کړی دی.
د دغو لوبو د پرانيستونکو مراسمو په اړه هغه راپورونه چې د سي اېم جي لخوا خپاره شوي، د فبرورۍ تر ۱۴ مې نېټې پورې ۷ ميليارډه او ۳۶۶ ميليونه ځلې کتل شوي او د دغو لوبو په اړه ټول راپورونه يې ۴۰ ميليارډه او ۳۲۲ ميليونه ځلې کتل شوي دي.
المپيک نړيوالې کمېټې دغه میډال د سکی اېس د ليميټ (THE SKY IS THE LIMIT) په نوم نومولی، چې د دغې کمېټې تر ټولو لوړه جايزه بلل کيږي.
د المپيک نړيوالې کمېټې رئیس توماس باخ په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹م کالونو کې په جلاجلا توګه د ملګرو ملتونو پخواني منشي بانکي مون، د امريکا د بهرنیو چارو پخواني وزير کيسينګر او د جمايکې د ځغاستي لوبغاړي یوسېن بولټ ته هم دغه جايزې ورکړې دي.