د امريکا نېشنل انټرسټ مجلې د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه پر خپلې ويبپاڼې(( جوبایډن د سړې جګړې په لټه دی)) مقاله خپره کړې ده.
يادې مجلې ويلي، چې جوبايډن دا ردوي، چې ګواکې هغه د سړې جګړې په هڅه کې دی، خو له کړنو يې ښکاري، چې د سوړ جنګ په لټه دی.
مقاله وايي، چې د امريکا ولسمشر جو بايډن د خپلې دندې له پيل مخکې پر دې ټينګار کاوه، چې امریکا به له لويو هېوادونو سره د سيالۍ ډګر ته ښکته نه شي، خو د دندې تر پېلېدو وروسته يې کړنې د خپلې ژمنې برعکس دي.
مقاله زياتوي، جوبايډن نړيوال سياست د ډيموکراتيکو او نورو هېوادونو ترمنځ سيالي بولي او ګرده نړۍ يې پر دوو ايډلوژیکي ډلو ويشلې ده او يوې ډلې ته يې د ډيموکراتيکو هېوادونو نوم ورکړی او بله يې د استبداد په نوم نومولې ده.
د نوموړي دغه کړنې به د سړې جګړې د بيا پېلېدو سبب وګرځي.
(غاټول)