روسيه به له سوريې سره د ملي حاکميت د بيا تر لاسه کولو په پار مرسته وکړي
CMG2022/02/17 11:42:15
شريکول:

د سينهوا اژانس خبر له مخې، د سوريې ولسمشر بشار الاسد د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د روسيې له دفاع وزير سيرګي شويګو سره ليدلي دي.

سيرګي شويګو رسنيو ته ويلي، چې روسيه به له سوريې سره په ټول هېواد کې د ملي حاکميت د بيا تر لاسه کولو لپاره پر له پسې مرستې وکړي او پر سوريايانو د لګېدلو بنديزونو د ناوړو اغيزو د کمولو لپاره به کوښښونه وکړي.
د مالوماتو له مخې، دواړو خواوو د سوريې او روسيې د ځواکونو تر منځ د همکاريو، په تېره بيا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه هم بحثونه کړي دي.
سيرګي شويګو د سوریې ولسمشر بشرالاساد ته د سوريې په تارتور بندر کې د روسي سمندري ځواکونو د تمرين په اړه مالومات ورکړي او پر دې يې ټينګار کړی، چې روسيه به په پر له پسې ډول له سوريې سره همکارۍ وکړي، تر څو دغه هېواد پر خپلې ټولې خاورې بیا حاکميت تر لاسه کوي. ( خبرياله : شکريه )