په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۱۴۵۲۵۱۸۳ تنو ته رسېدلی
CMG2022/02/17 09:56:39
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه يو تازه راپور خپور کړی، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښین تر ۵ بجو او ۴۴ دقیقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۲ میلیونه، ۷۰ زره او ۶۹ نوې پېښې زیاتې شوي او عمومي شمېر يې ۴۱۴ میلیونو، ۵۲۵ زرو او ۱۸۳ ته رسېدلی دی. په همدې ورځ کې د دغې وبا له امله ۱۰ زره او ۵۷۵ تنه مړه شوي او د مړینې عمومي شمېر يې ۵ میلیونو، ۸۳۲ زرو او ۳۳۳ ته رسېدلی دی.