د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د
ولسمشر مطبوعاتي سکريتر دميتري پيسکوف د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه ويلي، چې روسيه د
امنيتي خبرو اترو د تر سره کولو لپاره د امريکا مقدماتي چارې مثبتې
بولي.
پيسکوف په همدې ورځ خبري رسنيو ته ويلي،
چې د امريکا ولسمشر جو بايډن له روسيې سره د امنيتي خبرو اترو په اړه چمتوالی ښودلی
دی.
نوموړي د بايډن دغه کړنه ښه ګام بللی او هيله یې ښودلې، چې يادې خبرې اترې
ژر پيل او په بهیر کې یې د امريکا ادعاوو د راسپړلو او د روسيې غوښتنو پر ځای کولو
ته ښه زمينه برابره شي.
نوموړي زياته کړې، چې دواړه خواوې بايد د خپلمنځي ستونزو
د حل لپاره ډيپلوماتيکې لارې چارې ولټوي او خپلمنځي اختلافاتو ته د پای ټکی
کيږدي.
( خبرياله : شکريه )