د امريکا نيويارک ټايمز پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې چين د اولمپيک ژمنيو لوبو د سکي ټوپ وهنې سيالۍ لپاره پرغره يو لوی اوسپنيز سټېج جوړ کړی او پر واورو يې پوښلی دی او د دې ترڅنګ چينايي انجينيرانو له بېجينګ څخه د اولمپيک د ژمنيو لوبو تر سټوډيومونو پورې د ګړندي اورګاډي د پټلۍ جوړولو لپاره په غرونو کې تونلونه جوړ کړي دي.
ياد خبر زياتوي، چې چيني طبي کارکوونکي هره ورځ د کرونا وبا د مخنيوي په موخه د هغو کسانو لپاره چې په يادو لوبو کې برخه اخلي، نيوکليک اسيد ازموينه ترسره کوي.
چين هيله ښودلې، چې د يادو ژمنيو لوبو له لارې د یخ او واورو لوبو سره د خلکو ليوالتيا زياته شي.
د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ ژمنيو لوبو او د پارالمپيک ژمنیو لوبو د مطبوعاتي مرکز مسؤل شيو هه جيان ويلي، چې د اولمپيک د ژمنيو لوبو برياليتوب به د بېجينګ پر اقتصادي پرمختګ مثبته اغيزه وکړي.
(غاټول)