د فبرورۍ ۱۵مه نېټه د چين د کرنيزې جنترۍ د لومړۍ میاشتې له پنځلسمې نيټې سره برابره وه او په همدې ورځ په چين کې د ډیوې اختر و.
د چين د شن جو د ديارلسم نمبر فضايي بيړۍ ستورمزلو د همدې ورځې په شپه د ډېوې اختر په مناسبت په انلاين ډول د چين د دولتي رسنۍ سي اېم جي په هنري نندارې کې ګډون وکړ او ستور مزلې وانګ يا پينګ د دې هنري نندارې په پيل کې چيني دوديزه موسيقي اله (ګوجنګ) وغږوله او د کتوونکو د هرکلي وړ وګرځېده.
چيني ستورمزلو په لومړي ځل په فضا کې موسيقي وغږوله.