د بلاروس خارجه وزیر: له چين سره هر اړخيزې اړيکې غواړو
CMG2022/02/17 11:01:24
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بلاروس د بهرنيو چارو وزير ولاديمير ماکي د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه د بلاروس په پلازمينه مينسک کې په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې هيواد یې غواړي له چين سره هر اړخيزې اړيکې پېل او لوړې سویې ته يې پورته کړي او خپلمنځي همکارۍ ورسره لا ژورې او پياوړې کړي.

( خبرياله : شکريه )