د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اکوادور ولسمشر ګويليرمو لاسو د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه د دغه هېواد له مصيبت ځپلو کورنيو سره د چين د مرستندويه مالونو د سپارلو په مراسمو کې له چين څخه مننه کړې او ويلي يې دي، چې د اکوادور په ستونزمن وضعيت کې دغه هېواد ته د مرستې لاس ورکړی دی.
په اکوادور کې د چين سفارت په همدې ورځ د کيتو سيلاب ځپلې سيمې ته د ژوند برقي توکي وليږل او ځايي حکومت ته يې وسپارل. د اکوادور ولسمشر ګويليرمو لاسو، د ډيپلوماسۍ او کډوالو چارو وزير جوان قارلوس الګو او د کيتو ښاروال ګوادراس هم د يادو توکو سپارلو مراسمو کې ګډون کړی و.