د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه ويلي، چې امريکا په دې وروستيو کې له دغه هېواده د روسيې د وزير مستشار د شړلو اعلان کړی دی او روسيې د امريکا د دغې کړنې په غبرګون کې په دغه هېواد کې د امريکا د سفارت مرستيال ته د وتلو امر کړی دی..
زاخاروا په همدې ورځ په يوې بيانيې کې ويلي، امريکا د روسيې د نوي وزير مستشار له رسېدو مخکې اوسنی وزير مستشار شړلی او دغه کړنه يې د روسيې د ډيپلوماتانو د شمېر د کموالي سبب ګرځېدلې ده.
زاخاروا ويلي، روسيې څو څو ځله له امريکا څخه غوښتي، چې د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيکو اړيکو له خرابېدو څخه لاس واخلي او په دې اړه ټول محدوديتونه لغوه کړي، خو امريکا يوازې خپلې ګټې تر غور لاندې نيولي او د نورو هېوادونو پر ګټو يې سترګې پټې کړې دي.
نوموړې ويلي، چې روسيه به هر وخت د امريکا داسې ناوړو کړنو ته غبرګون وښيي.
( خبرياله : شکريه)