فرانسې او کاناډا له مالي څخه خپل ځواکونه اوباسل
CMG2022/02/18 11:31:42
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، فرانسې، کاناډا او څو نورو اروپايي هېوادونو د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د مالي لنډ مهالي حکومت د ترهګرو پر ضد مبارزه کې ګڼ خنډونه جوړ کړي او دوی د دغه هېواد په اوسنيو سياسي او قانوني حالاتو کې د ترهګرو پر ضد مبارزه او خپلې کړې ژمنې نه شي پوره کولی، نو اړ شوي، چې له مالي څخه خپل ځواکونه اوباسي.

دوی په دغې ګډې اعلاميې کې ويلي، چې فرانسه به دافريقا په ساحلي سيمو، په تېره بيا نايجر کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي.
( خبرياله : شکريه )