د سوریې پوځ: اسرائیلي الوتکو د دمشق پر جنوبي څنډو هوايي بریدونه کړي
CMG2022/02/18 10:43:53
شريکول:

د سوريې پوځ د فبرورۍ په ١٧مه نېټه ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د روانې مياشتې د ١٦مې نېټې په شپه د ګولان له لوړو څخه د سوريې د پلازمېنې دمشق پر جنوبي څنډو توغنديز بريدونه کړي دي.

د سوريې پوځ د دغو بريدونو د کره ځای او مرګژوبلې په اړه مالومات نه دي ورکړي، خو ويلي يې دي، چې ځايي تاسیسات يې زيانمن کړي دي.