توماس باخ د سي اېم جي تخنيکونه وستايل
CMG2022/02/18 15:38:49
شريکول:

د اولمپيک نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ د فبرورۍ په ۱۸ مه نېټه په خبري کنفرانس کې ويلي، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په ترڅ کې ډول ډول عصري تخنيکونه کارول شوي دي. هغه د چين د دولتي رسنۍ سي اېم جي عصري تخنيکونه او د نوي نوښت خپرونې هم ستایلې دي.

نوموړي زياته کړې، چې د اولمپيک د روانو ژمنيو لوبو په اړوندو برخو کې ډېر پرمختګونه ترلاسه شوي، په تېره بیا د دغو لوبو په پار د مخابراتي تخنيکونو پروګرامونو او خپرونو د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
هغه ويلي، چې نوي تخنيکونه د راتلونکو سپورټي سياليو لپاره ښه زمينه برابروي او هيله يې ښودلې، چې د چین تخنيکونه به د راتلونکو اولمپيک لوبو لپاره هم وکارول شي.