اولمپيک نړيوالې کميټې د فبرورۍ په اتلسمه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړې ده.
د دې کميټې رئيس توماس باخ په دغه خبري ناسته کې ويلي، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې په برياليتوب ترسره کيږي.
نوموړي ويلي، په داسې حال کې چې په ګردې نړۍ کې د اوميکرون ويروس په چټکۍ خپريږي، د المپيک ژمنيو لوبو ترسره کول يوه لويه ننګونه بلل شوې وه، خو يادې لوبې په ډېر ښه شکل او برياليتوب ترسره کيږي.
هغه زیاته کړې، چې لوبغاړو د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تېرو دوو اوونيو په سياليو کې لوړ مهارتونه ښودلي او ډېر ريکارډونه يې جوړ کړي دي او د اولمپيک روحيه يې انعکاس کړې ده.
د المپيک په ژمنيو لوبو کې تر اوسه پورې کابو دوه مليارډه او اووه سوو مليونو کسانو ګډون کړی او ډېر ځوانان يې راجلب کړي دي.