د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فبرورۍ په ۱۷مه د اوکراین مسئلې په اړه یوه علنۍ غونډه کړې او د مینسک د نوي تړون پر تطبیق يې غور کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون په دغه غونډه کې د اوکراين د اوسنيو حالاتو په اړه د چين دريځ څرګند کړی او پر دې يې ټينګار کړی، چې د اوکراين مسئلې د حل لاره بايد د مينسک نوی تړون پلی شي.
نوموړي هيله ښودلې، چې اړوندې خواوې رغنده رويې ښکاره کړي، د خبرو اترو او سلا مشورو له لارې د مينسک د نوي تړون د تطبيق په برخه کې خپلمنځي اختلافات حل او نقشه او مهال وېش جوړ کړي او ډېر ژر ياد تړون پلی کړي، څو د اوکراین بحران د سیاسي حل لپاره شرايط برابر شي.