چين : امريکا دې د نژادي تبعيض د ستونزو د هوارې لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي
CMG2022/02/18 15:39:52
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۱۷ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې امريکا دې د نژادي تبعيض د ستونزو د هوارې لپاره اغېزمن تدبيرونه ونیسي.
یوه خبريال په ياد مطبوعاتي کنفرانس کې له نوموړي څخه پوښتنه وکړه، چې د امريکا عدليې وزارت د چين په اړه د خپل عملياتي پلان د څار خبر ورکړی دی، چين ورته په کوم نظر ګوري؟
ښاغلي وانګ ون بین يادې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د امريکا د حکومت کړنې په کوردننه د نژادي تبعيض سيستماتيکې ستونزې انعکسوي. رسمي شمېرنه ښيي، چې په ۲۰۲۰م کال کې په امريکا کې د اسيايي الاصله امريکايانو په هدف د نژادي تبعيض قضيې ٪۷۶ زياتې شوي او په تېر ۲۰۲۱م کال کې يوه پر څلورمه برخه اسيايي الاصله امريکايي ځوانان د نژادي تبعيض هدف ګرځېدلي دي.
نوموړي يادې شمېرنې زړه دردونکې وبللې او له امریکا څخه يې وغوښتل، چې د نژادي تبعيض ستونزې د هوارې لپاره اغېزمن تدبيرونه ونیسي او د اسيايي الاصله امريکايانو په ګډون د بېلابېلو لږکيو قومونو حقه حقونه دې وساتي.