د سينهوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د تازه شمېرې په خپرولو سره ويلي، چې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۵ بجو او ۴۴ دقيقو پورې، په ګرده نړۍ کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۱۶ ميليونه، ۶۱۴ زره او ۵۱ ته رسېدلی او دا شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۲ ميليونه، ۲۳ زره او ۱۳۸ زياتوالی ښيي. خبر وايي، چې د دې ناورغۍ له امله د مړينې شمېر ۵ ميليونه، ۸۴۴ زره او ۹۷ ته رسېدلی او دغه رقم د تېرې ورځې په مقايسه ۱۰ زره او ۹۹۴ زياتوالی ښيي.
( خبرياله : شکريه )