ایت الله خامنه ای : ايران له ذروي انرژۍ سوله ييزه استفاده غواړي
CMG2022/02/18 11:27:56
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران مذهبي مشر ايت  الله خامنه ای د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د دې هيواد د ختيځ اذربايجان ولايت له  استازو سره په انلاين ليدنه کې وویل، چې ايران بيړنۍ اړتيا لري، چې له ذروي انرژۍ سوله ييزه استفاده وکړي او که داسې ونشي، نو د هيواد د پرمختګ به یې ډب  شي.

نوموړي وويل، چې د ايران  دښمن هېوادونه ښه  پوهېږي، چې پر ايران يې بې اساسه او بې ځايه بنديزونه  لګولي دي او له دې لارې غواړي، له ذروي  انرژۍ څخه د سوله ييزې استفادې په برخه کې د ايران پر وړاندې ستونزې  جوړې کړي.

نوموړي د ايران د اتومي تړون  پر اړوندو خواوو غږ وکړ، چې ياد تړون پوره  مراعات او پر دغه هېواد لګېدلي بنديزونه  لغوه کړي. هغه وويل،  چې ايران بايد د  توليدي قواوو د پرمختګ، اقتصادي قوتونو د هڅونې له لارې او د پوهې اقتصاد په کارولو سره د  بنديزونو منفي اغېزې کمې کړي.

خبرياله :  شکريه ))