د بېجینګ د اولمپيک ژمنیو لوبو د کتونکو شمېر بې ساری دی
CMG2022/02/18 15:02:58
شريکول:

د اولمپيک نړیوالې کمیټې او د بېجینګ د اولمپيک ژمنیو لوبو تشکيلاتي کمېټې د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه خبر ورکړ، چې د بېجینګ د اولمپيک لوبو د کتونکو درجه بندي د اولمپيک د ژمنیو لوبو په تاريخ کې تر ټولو لوړه ده او د نړیوالې ټولنې ډېرې پاملرنې يې راجلب کړې دي.

د اولمپيک نړيوالې کمېټې د ټلويزيوني او سوداګريزو خدمتونو اجرايوي مشر تیمو لوم په ډيجټلي ډګرونو کې د بېجینګ د اولمپيک ژمنیو لوبو د کتوونکو شمېر په تاريخ کې بې سارې بللی دی. د اولمپيک نشراتي خدمتونو ادارې ويلي، چې د بېجینګ اولمپيک ژمنیو لوبو د ګردې نړۍ په ټولنیزو رسنیو کې د څه باندې ۲ میلیارډو کسانو پاملرنه راجلب کړې ده.

دغه شمېر نه یوازې د ځینو لوېديځو رسنیو هغه بې ځایه خبرې رابرسېره کړي، چې وايي، د بېجینګ اولمپيک د ژمنیو لوبو د کتونکو شمېر به ډېر ټيټ وي، بلکې دا حقیقت يې هم راڅرګند کړی، چې نړیوالو ته يې د یخ او واورو لوبو پوره شوق او ذوق رسولی او د خوشحالۍ او دوستۍ فضا يې ورته برابره کړې ده.

د بېجینګ اولمپيک ژمنیو لوبو نړۍ ته د یووالي او ګډې همکارۍ پيغام او ګڼو هېوادونو ته يې باور او ځواک ورکړی دی.

شمېره ښيي، چې د اولمپيک سږنۍ ژمنۍ لوبې په چين کې د فبرورۍ تر ۱۱مې نېټې پورې ډېرې زياتې کتل شوي او د خپرونو وخت يې ۲ ميليارډه او ۵۰ ميليونه ساعته ښودل شوی دی. دغه شمېر د ۲۰۱۴م او ۲۰۱۸م کلونو د اولپميک ژمنیو لوبو د لیدلو د عمومي شمېر په نسبت ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د بېجينګ اولمپيک ژمنیو لوبو په امريکا کې هم شاوخوا سل میلیونه نندارچیان راجلب کړي دي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ويلي، چې د بېجینګ اولمپيک ژمنۍ لوبې ښايي د امريکا په تاريخ کې د کتلو تر ټولو لوی پروګرام وګرځي. د يادولو وړ ده، چې د بېجینګ د اولمپيک ژمنیو لوبو د کتونکو د شمېر انډول نه یوازې په هغو هېوادونو کې ډېر لوړ دی، چې د یخ او واورو لوبو کې لوی لاس لري، بلکې د نورو هېوادونو پاملرنه يې هم راجلب کړې ده. د بېلګې په توګه، د اسټرالیا شاوخوا ۴۰ سلنه نندارچیانو د بېجینګ اولمپيک ژمنۍ لوبې ننداره کړې دي.

ښايي ډېرو ته دا پوښتنه پيدا شي، چې د بېجینګ اولمپيک ژمنیو لوبو ولې د نړیوالو دومره زیاته پاملرنه را جلب کړې؟

ځواب يې اسان دی، دغو لوبو د المپيک په شعار کې د لا چټکتیا، لا لوړوالي، لا پياوړتيا او لا يووالي روحيه انعکاس کړې او په ستونزمنو حالاتو کې يې نړۍ ته د لوبغاړو ټينګ هوډ او ځواک او د یووالي روحیه وړاندې کړې ده.

د بېجینګ د اولمپيک ژمنیو لوبو په ډګرونو کې د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ د غېږې روغبړ او هرکلي تصویرونو نندارچیانو ته ډېره ژوره خاطره وربښلې ده او د دې ترڅنګ نړۍ د سږنیو ژمنیو لوبو په ترڅ کې د چین په اړه ډېر زیات مالومات تر لاسه کړي دي. د ساري په توګه، د کرونا وبا پر وړاندې د چین د مبارزې په اړه ډول ډول مشخص تدبیرونه، د دغو لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې د نوښت په زړه پورې ټکنالوژي، د اولمپيک د لوبغاړو کلي په رستورانټ کې ځيرک روبوټونه او داسې نورې په زړه پورې چارې یادولی شو.

د امریکا لوبغاړي الن بولونک څو ورځې مخکې په یوه خبري ناسته کې په اشارې وويل، چې په امریکا کې د بېجینګ د اولمپيک ژمنیو لوبو په اړه ډېر بې ځايه او غیرمسئولانه خبرونه خپريږي، خو دلته چې ما هر څه وليدل، نو پوی شوم، چې د امريکې ميډيا پروپاګنډ خپروي. مونږ دلته وليدل، چې د بيجينګ د اولمپيک لوبو ټول کارکوونکي او د کرونا وبا ټېسټ کوونکي ډېره ښه او جدي رویه لري او ښه خدمتونه وړاندې کوي او د اولمپيک د لوبغاړو کلي کې د استوګنې شرایط هم ډېر ښه دي، نو ویلی شو، چې د بېجینګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې په لوړه سویه ترسره کیږي.

د امريکايي لوبغاړو خبرو او واقعي څرګندونو د لوېديځ د هغو سیاستوالو پر مخ کلکه څپېړه ده، چې اولمپيک لوبو ته يې سياسي رنګ ورکړی دی.

د بېجینګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د اولمپيک لوبو په تاريخ کې یوه تاریخي نښه پرېږدي.