چين نړۍ ته په زړه پورې سپورټي ډګر برابر کړی
CMG2022/02/19 10:07:11
شريکول:

د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه پای ته ورسېږي.

دوه اونۍ کيږي، چې يادې لوبې پېل شوي او ټولې نړۍ ته يې د سپورټ په زړه پورې صحنه برابره کړې ده. چين د خوندي، پاکو او په زړه پورې لوبو د تر سره کولو او د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره جدي کوښښونه کړي دي.

کله چې بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو کوربتوب ترلاسه کړ، نو د چين دولت رئيس شي جين پينګ د چيني ملت په استازيتوب د زرغون رنګ، اشتراک، ورخلاصون او سپيڅليتوب په شمول د دغو لوبو د جوړېدو تګلاره او مفکوره وړاندې کړه او بل دا چې د دغو لوبو د چمتوالي چارې د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس په راپور او د چين په ۱۴م پنځه کلن پلان کې هم شاملې شوې دي.

چين هوډ لري، چې تر ۲۰۳۵م کال پورې د سپورټ په برخه کې غښتلی هېواد شي او د ابادۍ چارې يې د هېواد د سوسياليستي عصري کېدو په کاري لېست کې شاملې کړې دي

 د اولمپيک هرې دورې لوبو نړۍ ته ډېر څه په ميراث پرېښودلي

چين د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د چمتوالي په بهير کې د يخ او واورو په لوبو کې د ۳۰۰ ميليونو کسانو د ګډون موخې ته رسيدلی او په دې تړاو يې خپله ژمنه پوره کړې ده او دا د يخ او اورو د نړيوالو لوبو او د اولمپيک لوبو په تاريخ کې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ډېر مهم ميراث بلل کېږي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۲م کال د مبارکۍ په پيغام کې وويل، چې د يخ او واورو په لوبو کې د لا زياتو کسانو ګډون د اولمپيک لوبو له مهمو موخو څخه دی. نوموړي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې چين د اولمپيک ژمنيو لوبو د چمتوالي پر مټ ۳۰۰ ميليونه کسان د يخ او واورو په لوبو کې د ګډون لپاره هڅولي او په همدې مناسبت د سيمه ييز پرمختګ، ايکولوژيکې ابادۍ، زرغون نوښت او د ولسي ژوند د ښه والي په برخو کې ښې لاسته راوړنې لري او په ټوله نړۍ کې يې د يخ او واورو لوبو د پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره کړې او د نړيوالې ټولنې ستاينې يې تر لاسه کړې دي.

د اولمپيک د نړيوالې کمېټې مشر توماس باخ ويلي، چې مونږ د نړۍ په قلمرو کې د ژمنيو لوبو زمان په دوو برخو ويشلی شو، چې يوه برخه يې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو مخکې زمانه او بله برخه يې تر دغو لوبو وروسته زمانه، چې اوس پېل شوې ده.

د يخ او واورو په لوبو کې د ۳۰۰ ميليونو کسانو ګډون د چين برياليتوب په ګوته کوي او په دې سره د ژمنيو لوبو نوې زمانه پېل شوې ده.

د پاملرنې وړ ټکی دا دی، چې دا د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په شعار کې د لا يووالي کليمې تر زياتېدو او د کرونا وبا تر رامنځته کېدو وروسته د اولمپيک لومړۍ ژمنۍ لوبې دي او د دغو لوبو بريا کې د لا چټکتيا، لا لوړتيا، لا غښتليتوب او لا يووالي په شمول د اولمپيک د نوي شعار راز هم نغښتی دی.

نړيوالې ټولنې د بېجينګ المپيک لوبې ستایلې دي

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ رئيس عبدالله شاهد ويلي، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به جغرافيايي او سياسي توپيرونه له منځه يوسي او د نړۍ د يووالي او سولې او د بشريت د نوښت د پياوړتيا لپاره به يو مهم فرصت وي.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بېرمحمدوف ويلي، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې هم د تشکيلاتو او هم د سياليو په برخو کې په ډېره لويه سويه ترسره کيږي.

د متحده عربي اماراتو ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان پر خپلې تويټرپاڼې په چيني، عربي او انګليسي ژبو ويلي، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو څخه سپورتي قوت څرګندېږي او د نړيوالو ترمنځ ژور تفاهم او دوستۍ ته يې لاره هواره کړې ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان ويلي، چې د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د المپيک لوبو تر سره کول ډېر سخت کار دی او کوربه هېواد د دغو لوبو د برياليتوب لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي دي. چين بريالی شوی دی.

چين هر ډول سپورټ د هېواد د سمسورتيا او د ملت د يووالي نښه بولي.

چين د نړۍ د سختو بدلونونو او د کرونا وبا د ننګونو پر وړاندې د يووالي او همکارۍ پر مټ او د رئيس شي جين پينګ په خاصې پاملرنې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې په برياليتوب روانې کړي او ټولې نړۍ ته يې په زړه پورې سپورتي صحنه برابره کړې ده.