بېجينګ په نړۍ کې لومړی ښار دی، چې د اولمپيک د دوبنيو او ژمنيو لوبو کوربه توب کوي.
له شمېرنې سره سم، د بېجينګ توليدي ارزښت د ۲۰۱۵ کال له ۲.۵ تريليونو يوانو څخه د ۲۰۲۱ کال ۴ تريليونو يوانو ته لوړ شوی.
تر ۲۰۲۰ کال پورې په بېجينګ کې د ثبت شويو داوطلبانو شمېر له ۴ مليونو ۴۳۶ زرو څخه اوښتی، چې د ۲۰۰۸ کال په پرتله ۱۶۱ سلنه زيات شوی دی. دغه راز بېجينګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک دوبنيو لوبو له لوبغاليو څخه هم ښه ګټه پورته کړې، چې د اولمپيک لوبو۶ سټوديومونه يې اصلاح کړي دي. همدا راز بر سېره پر دې د اړوندو بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو چارې هم چټکې شوي. د بېلګې په توګه، د بېجينګ او جانګ جيا کو ترمنځ او د بېجينګ او چونګ لي ترمنځ د ګړندي اورګاډي پټلۍ بشپړې او پرانيستل شوې، د پټليو شمېر ٢٤ ته رسېدلی او عمومي اوږدوالی يې ٧٢٧ کيلومترو ته رسېدلی دی.