د چين د بهرنیو چارو وزارت: د اوکراین مسئلې سیاسي حل د معاملې په توګه د جنګي لوګيو بمونو په خوشې کولو سره نشي کېدای
CMG2022/02/19 15:07:08
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د اوکراين مسئلې د سياسي حل لپاره بايد د جنګي لوګيو بمونو له خپرېدو څخه د معاملې په توګه کار وانخلي. اړوند هېواد نشي کولی بندیزونه او فشار د ګواښ په توګه وکاروي او نشي کولی د وسیلې په توګه د ډله يیزې شخړې لپاره هڅونه وکاروي.  

پر ځايي وخت د روانې میاشتې په ١٧مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې په خپله وينا کې وويل، د امريکا استخبارات ښيي، چې روسيه د جګړې پر لور روانه شوې او پلان لري، چې په راتلونکو څو ورځو کې پر اوکراين بريد وکړي.

وانګ ون بین په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د امريکا د استخباراتو ادارې د اعتبار کچه د عراق او اوکراین په څېر مسئلو کې ازمول شوې ده. هغه پر دې ټينګار وکړ، چې اړوندې خواوې بايد د مينسک د نوي تړون پر بنسټ د خبرو اترو له لارې د روسيې په شمول د ټولو خواوو معقول امنيتي انديښنې په سمه توګه حل کړي او د اوکراين د کړکېچ او اړوندو مسايلو د هراړخيز حل لارې چارې پرمخ بوځي.