د مونیخ امنیتي غونډه پرانیستل شوه
CMG2022/02/19 15:05:51
شريکول:

د مونیخ ۵۸مه امنیتي غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د جرمني په مونیخ ښار کې پرانیستل شوه، چې په دې درې ورځنۍ غونډه کې به د اوکراین د وضعیت په ګډون د تودو مسئلو په اړه خبرې اترې وشي. 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریس د يادې غونډې په پرانیستونکو مراسمو کې وویل، په وروستیو کلونو کې نړۍ ډېره پیچلې او خطرناکه شوې ده. د لویو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی نورو هېوادونو ته هم غځېدلی دی، په نړۍ کې د ترهګرۍ ګواښ شتون لري او د نابرابرۍ، اقلیمي بدلون او کرونا وبا تر اغېزو لاندې بحران سخت شوی دی. دغه راز ګوټریس د اوکراین د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري. هغه په ټولو اړخونو غږ وکړ، چې بیاناتو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي. هغه وويل، عامه وینا باید د تاوتریخوالي د کمولو په موخه وي، نه د تاوتریخوالی زیاتول.

د اوکراین وضعیت، کرونا وبا، اقلیمي بدلون، د لويو هېوادونو ترمنځ سیالي او تودې سیمه يیزې مسئلې د مونیخ د دې امنیتي غونډې تمرکز دی.