د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته د چين د ژمنو په اړه د امريکا راپور بې اساسه دی
CMG2022/02/19 14:29:07
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت يوه چارواکي د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه وويل، چې د امريکا د سوداګريزو مرکچو دفتر لخوا خپور شوی هغه راپور، چې نوم يې (( د چين له خوا د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د شاملېدو لپاره د ژمنو د عملي کېدو په اړه د ۲۰۲۱م کال راپور))، غير قانوني او بې اساسه دی، چين له دې راپور سره کلک مخالفت کوي.

نوموړي وويل، چې ياد راپور د يواړخيزتوب او سوداګريز پروتيکشنيزم پر بنسټ جوړ شوی، د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته د ژمنو د پلي کولو په برخه کې د چين  لاسته راوړنو ته هيڅ نه ګوري او د څواړخيز تجارتي ميکانيزم او نړيوال اقتصاد لپاره يې  د چين خدمتونه رد  کړي دي.  ‌    

نوموړي  زیاته کړه، چې د تجارت په نړيوال سازمان کې له ګډون راهيسې، چين په دې تېرو شلو کلونو کې د تجارت نړيوال سازمان ژمنې پوره کړې، د بازار ورخلاصون يې پراخ کړی، له نړۍ سره يې د چين د اقتصادي زياتوالي ګټې شريکې کړې او د بېلابېلو هېوادونو لپاره يې د دغه هېواد توليدات او خدمتونه برابر کړي دي. چين پر څواړخيز تجارتي‌ ميکانيزم کلک ټينګار او ريښتنی څواړخيزتوب پلي کوي.