د لوبغاړې ګو ای لينګ د طلايي مډال تر شا د دوديز چيني طب رول
CMG2022/02/19 17:24:04
شريکول:

د چين مشهورې لوبغاړې ګو ای لينګ د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د ښځو د ازادې سکي په مسابقو کې يو نقره يي او دوه  د سرو زرو  مډالونه  وګټل او په دې سره يې د اولمپيک د ژمنيو لوبو په تاريخ کې لومړۍ لوبغاړې ګرځېدلې، چې د ازادې سکي په سياليو کې ۳ مډالونه تر لاسه کړي دي.

دغه راز د لوبغاړو پر فطري استعداد، سختو او نه ستومانه کېدونکو تمرينونو او د خوراکونو پر علمي او مناسب ترتيب بر سېره، د ټپونو او ناروغيو د مخنيوي او تداوۍ په شمول طبي خدمتونه هم د لوبغاړو په برياليتوبونو کې ډېر مهم رول لري.

  لوبغاړې ګو ای لينګ طلايي مډال ګټلی او د چين د ژمنيو لوبو په تاريخ کې يې نوې پاڼه پرانيستلې او په دغه بهير کې يې د دوديز چيني طب د هډوکو پروفيسورانو او ډاکټرانو ملاتړ تر لاسه کړی دی.

ګو ای لينګ په ۲۰۱۹م کال کې د تمرين پر مهال  ټپي او په ملا کې يې سخت درد پيدا شوی و. د چين د هه نان ولايت د دوديز چيني طب روغتون د هډوکو ډاکټر دونګ ليانګ جيه د دوديزې مښنې يا مساج او تداوۍ له لارې د ګو ای لينګ د ملا درملنه وکړه او دغې تداوۍ پر ګو ای لينګ ډېر اغېز کړی او هغه يې حيرانه کړې ده.

همدا راز ډاکټر دونګ ليانګ جيه د چين د سپورټ ملي ادارې له خوا د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنيو لوبو  لپاره د چيني لوبډلې د ډاکټرانو په ډلې کې شامل شوی او د چيني لوبغاړو لپاره يې خدمتونه کړي دي.

د سه چوان ولايت د هډوکو روغتون ډاکټر جو وې جيانګ، چې د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنيو لوبو  لپاره د چيني لوبډلې ډاکټر هم دی، د دغو لوبو د چمتوالي په موده کې د ګو ای لينګ لپاره طبي خدمتونه کړي او په مسابقو او روزنو کې يې د ګو ای لينګ د ټپي کېدو امکاناتو د کمولو لپاره د نوموړې د ټپونو د مخنيوي تدبيرونه وړاندې کړي، چې دغه کار د بېجينګ د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې د ګون ای لينګ د ښه وضعيت لپاره ښه بنسټ برابر کړی دی.

د چين دوديز طب د بېجينګ په اولمپيک ژمنيو لوبو کې د چيني کلتور د ورپېژندلو يو ښه پيژندکارډ ګرځېدلی.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پر مهال د خبري رنسيو د مرکز په دوهم پوړ کې د چين د دوديز طب او چيني بوټيو د معرفې نندارتون تر سره شوي. په دغه نندراتون کې د اړوندو ويډيوګانو، عکسونو او توکو د نندارې او د  AIتکنالوژۍ د لوبو له لارې نندارچيانو ته د چين د دوديز طب او چيني بوټيو د کلتور، صنعتي پرمختګ او خدمتونو معلومات ورکړل شوي دي. بر سيره پر دې، د لوبغاړو په کليو کې د دوديز چيني طب او چيني بوټيو د نندارې او احساس مرکزونه ځای پر ځای شوي دي. دا لومړی ځل دی، چې د چين دوديز طب او چيني بوټي په نړيوال سپورټي ډګر کې ځانګړې نندارې ته وړاندې کيږي.

په يانګ چينګ کې د دوديز چيني طب او چيني بوټيو د نندارې او احساس مرکزونه کې د "پنځو حيواناتو" د حرکتونو په بڼه د روغتيا ساتلو لپاره د چين يو ډول عنعنوي تمرين پر پردې ننداره کوي، ورزشکاران کولای شي، چې د پردې پر وړاندې د دغه تمرين د کړنو په تقليد سره نمرې ترلاسه کړي او د ورزش خپلې ويډيوګانې پر ټولنيزو رسنيو خپرې کړي.

د امريکا يوه لوبغاړي له دې مرکز څخه د ليدنې وروسته ويلي، چې (( دغه مرکز ډېر په زړه پوري او ډېر ښه دی!  د چين دوديز طب د جادو په شان ډېر د حيرانتيا وړ دی.))  د لاتونيا يوه لوبغاړي ويلي، چې (( د چين دوديز طب او چيني بوټي لرغونی تاريخ لري او نه يوازې د چين خزانه بلل کيږي، بلکې د نړيوالو د روغتيا ساتلو لپاره به خدمتونه ورکړي. ))