بېلابېلو خواوو د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ستاينه وکړه
CMG2022/02/19 14:22:19
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه مطبوعاتي‌ غونډه کې وويل، چې چين به له بېلابېلو خواوو سره ګډو هڅو ته دوام ورکړي، څو د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې بريالي تر سره شي، د بېجينګ د پارالمپيک ژمنۍ لوبې بريالي پرانيستل شي او د اولمپيک چارو د پرمختګ او د انسانانو د يووالي لپاره لا زيات خدمتونه وکړي.

دغه راز په دې وروستيو ورځو کې د اولمپيک نړيوالې کميټې، د بېلابېلو هېوادونو د پلاويو مشرانو او لوبغاړو د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د ښه تر سره کېدو ستاينه وکړه. همدارنګه د اولمپيک نړیوالې کميټې رئيس توماس باخ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې ډېرې بريالۍ دي او لوبغاړو په دغو لوبو کې ډېر لوړ توان په ډاګه کړی، دا کټ مټ د اولمپيک روحيه څرګندوي. هغه زیاته کړه، چې لوبغاړي ډېر خوشحاله دي او د سټوډيومونو او اړوندو خدمتونو په اړه راضي دي.