ايران: هيله ده چې د ايران د اټومي‌ مسئلې مذاکرات به په راتلونکي کې ښه تړون جوړ کړي
CMG2022/02/19 14:27:47
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه دا هيله څرګنده کړه، چې اړوندې خواوې د ايران د اټومي‌ مسئلې د هراړخيز تړون په اړه مذاکراتو کې ښه تړون جوړ کړي.

د ايران  د نيوز تلويزيون د خبر له مخې، نوموړي د فبرورۍ په ۱۸مه نېټهد مونيخ په امنيتي غونډې کې د ګډون لپاره جرمني ته رسېدلی. هغه رسنيو ته وويل، چې ايران په مذاکراتو کې فعال وړانديز ورکړی او بېلا بېلې خواوې د ښه تړون د لاسليک موخې ته نژدې دي. خو د لوېديځو هېوادونو استازي بايد په دې مذاکراتو کې خپل فعال رول ولوبوي، څو دغه مذاکرات په راتلونکو څو ورځو يا اوونيو کې برياليتوب تر لاسه کړي.