د چين او ارجنټاين مشرانو د دواړو هېوادونو د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د پنځوسمې کاليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولیږل
CMG2022/02/19 15:06:28
شريکول:

د چين دولت رئیس شي جين پينګ او د ارجنټاين ولسمشر البرتو فرنانديز د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د پنځوسمې کاليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولیږل.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې څه موده مخکې يې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په ترڅ کې له ولسمشر فرناندیز سره وکتل، چې په ګډه يې د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره يوه طرحه جوړه کړه او د چين او ارجنټاين د ۲۰۲۲ کال د دوستۍ او همکارۍ د فعاليت پيل يې اعلان کړ. رئيس شي وويل، چې هغه د چين او ارجنټاين د اړيکو پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګوري او غواړي چې له ولسمشر فرناندیز سره ګډې هڅې وکړي، چې د دواړو هېوادونو همکارۍ نوې کچې ته ورسوي او د دواړو هېوادونو او خلکو ته ګټې ورسوي.

فرناندیز وويل، د ارجنټاين حکومت او خلک له چين څخه مننه کوي، چې له کرونا وبا سره د مبارزې په سخت وخت کې يې له يو بل سره مرستې کړي دي. نوموړي هيله وښوده، چې له رئيس شي جين پينګ سره د ارجنټاين او چين د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګډ کار وکړي ترڅو د دواړو هېوادونو د حکومتونو او خلکو ترمنځ دوستي لا پياوړې شي.