د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ د ۱۹مې نېټې په شپه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د مونيخ د امنيتي غونډې په چيني ناسته کې ګډون او وينا وکړه. نوموړي په دغه ناسته کې پر ختيځ لوري د ناټو د پراختيا، د اروپا د امنيت او د اوکراين حالاتو په اړه د چين دريځ بيان کړ.
دغه راز وانګ يي په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ، چې د بېلا بېلو هېوادونو ملي حاکميت، خپلواکي او د خاورو بشپړتيا بايد درناوی او خونديتوب تر لاسه کړي، ځکه دا د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصل بلل کيږي او د ملګرو ملتونو د منشور د موخې څرګندويي کوي.
وانګ يي وويل، چې چين د اوکراين مسئلې په اړه په دې نظر دی، چې اړوندې خواوې بايد بېرته د مينسک نوي تړون ته راستون شي، ځکه دغه تړون د خبرو اترو له لارې لاسليک شوی او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا تصويب شوی تړون دی او د اوکراين مسئلې د حل يوازېنۍ لار ده.
وانګ يي زياته کړه، چې بېلا بېلې خواوې د اروپايي امنيت په اړه د خپلو پاملرنو د څرګندولو حق لري او د روسيې د مناسبې امنيتي اندېښنې درناوی دې وکړي. چين هيله لري، چې اړوندې خواوې د خبرو اترو له لارې د اروپايي امنيت د ساتلو ګټور پلان جوړ کړي.